د ډوډۍ لپاره د بوټانو پالش کوونکو ماشومانو کیسه

د خپرېدو وخت

په افغانستان کې د اقتصادي بحران له پراخېدو سره هممهاله د هغو ماشومانو شمېر ډېرېږي چې له کورنیو سره د مرستې په پار مزدوري کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې هم سلګونه زره ماشومان د سختې بیوزلۍ له کبله مزدورۍ ته اړ وو.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېرو مرستندویه ادارو مرستې بندې کړې، بندیزونه ډېر شول او پایله کې بې روزګاري هم ورسره زیاته شوه.

د بي بي سي خبریال سکندر کرماني په کابل کې له هغو هلکانو سره یوه ورځ ګرځېدلی چې دا وروستیو کې یې د بوټانو پالش مزدوري پیل کړې.