'پر پاکستان بنديز ولګوئ' هشټګ

د خپرېدو وخت

(SanctionPakistan) یا پر پاکستان بنديز ولګوئ هغه هشټګ دی، چې له پرون راهیسې په پراخه کچه د ټولنیزو رسنيو او په ځانګړي ډول د ټوېټر کاروونکو له خوا کارول کېږي.

په دغه کمپاین کې ډېری افغانانو پاکستان په دې تورن کړی، چې هلته د طالبانو پر مشرانو په افغانستان کې د جګړې په درېدو فشار نه راوړي.

په ورته وخت کې د ځینو اروپايي هېوادونو په ګډون د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې مېشتو افغانانو د پاکستان پرضد لاريونونه پيل کړي او "پر پاکستان بنديز ولګوئ" تر سرلیک لاندې شعارونه یې ورکړي.

په دغو لاریونونو کې له نړیوالو غوښتل شوي چې په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه ودروي. خو پاکستان تل وايي، چې د افغانستان په روانه جګړه کې لاس نه لري او طالبان د سولې خبرو ته هڅوي.