اوبو کې د ډوبېدو مخنیوي نړیواله ورځ؛ د افغان زلمي مړی ۹ ورځې وروسته وموندل شو

د خپرېدو وخت

نن د جولای ۲۵ په اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي نړیواله ورځ ده. په اوبو کې ډوبېدل په نړیواله کچه د انسانانو د ناڅپې مرګونو په برخه کې دریم ځای لري.

ملګرو ملتونو د همدې لپاره سږ کال اپریل میاشت کې په خپله وروستۍ عمومي غونډه کې په اوبو کې د ډوبېدو د مخنیوي په موخه یو پرېکړه لیک تصویب کړ او د جولای ۲۵ یې په همدې نوم ونوموله.

دغه پرېکړه لیک په اوبو کې د غرقېدو پر مخنیوي ټینګار کوي، خو په افغانستان کې په اوبو د ډوبېدو د مخنیوي په تړاو کوم کارونه شوي او کوم امکانات لري.؟