تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ارګ کې د اختر لمانځه پر مهال شاوخوا راکټي بریدونه
د خپرېدو وخت
دا هغه شېبه ده، چې په افغان پلازمېنه کابل کې د اختر لمانځه پر مهال ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې توغندي ولګېدل. ولسمشر غني او لوړپوړو افغان چارواکو د درنو چاودنو غږ اورېدو پر مهال په ارامه لمونځ ادا کړ. دغه شېبه د افغان ټلویزیون لخوا په ژوندۍ بڼه خپرونې دوام درلود. وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی دی. دغه برید داسې مهال شوی، چې په دغه هېواد کې جګړو زور اخیستی.