قطر کې افغان مذاکرات: لومړنۍ مخامخ ناسته پیل شوه

د خپرېدو وخت

د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ لومړنۍ ناسته پیل شوه. د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د افغان دولت د مذاکراتي ټیم مشري د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي د دې بين الافغاني ناستې افتتاحیه غونډې ته "د قطر ځانګړي استازي دکتور مطلق، ملا برادر اخوند، شيخ مولوي عبدالحکيم، ډاکتر عبدالله، او معصوم ستانکزي ويناوې وکړې."