افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلنه جګړه: مالي لګښت او ځاني تلفات

د خپرېدو وخت

له دوو لسیزو جګړې وروسته د امریکا او ناټو ځواکونه له افغانستانه وځي. دوی چې د طالبانو ځپلو ته راغلي وو، دا ډله یوځل بیا د هېواد په لر و بر کې په چټکۍ ګڼې سیمې بېرته نیسي. دا جګړه له انساني او مالي اړخونو ډېره لګښتي تمامه شوه، لاندې یې ځینې شمېرې راغونډې شوې دي.