تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین: امریکا په بیړه له افغانستانه ووتله، ګډوډي او جګړه یې افغانانو ته پرېښوده
چين وايي امريکا په بيړه له افغانستانه خپل ځواکونه ايستلي او د دوى په خبره جګړه او ګډوډي يې افغانانو او د سيمې هېوادونو ته پراېښې ده. دا خبره د چين د بهرنيو چارو وزارت له هغه وروسته کړې چې ولسمشر جو بايدن بېګا اعلان وکړ د اګست تر پايه به يې ټول سرتېري له افغانستانه ووځي.
ښاغلي بايدن تينګار وکړ چې په افغانستان کې يې ټول هغه څه تر لاسه کړي چې پسې ورغلي وو. دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په افغانستان کې جګړه لا توده شوې او طالبان وايي نورې سيمې يې هم لاندې کړي دي. شازيه حيا له کابله نور معلومات لري.