کندهار: له شاوخوا دوه نیم میلیون خلکو یوازې لس سلنه یې د ابو رسولو ښاري شبکې ته لاسرسی لري

د خپرېدو وخت

په کندهار کې رسمي شمېرې ښيي چې له شاوخوا دوه نیم میلیون خلکو یوازې لس فیصده یې د ابو رسولو ښاري شبکې ته لاسرسی لري. پاتې ټول یې ویالې او ژورې څاګانې کاروي. کرنیزې ځمکې بیا تر ډېره پر خپل سر برمو باندې خړوبېږي. همدې برمو په ښار کې د اوبو سطحه ټیټه کړې ده او خلک اړ شوي چې د څښاک لپاره اوبه په پیسو واخلي. مسوولین وايي د اوبو سرچینې شته خو وخت او جدي کار غواړي. د افغانستان او پاکستان د اوبو پر ستونزو زموږ د ځانگړو رپوټونو دويم هغه نن مامون درانی وړاندې کوي.