تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له علي احمد جلالي سره ځانګړې مرکه
ټاکل شوې د راتلونکي سپتمبر تر ۱۱مې، افغانستان کې له دوو لسيزو حضور وروسته ټول بهرني ځواکونه له دغه هېواده د ووځي. د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرې هم پیل شوې، خو نه یوازې دا چې اوس په ټپه درېدلې بلکې له هماغه پیله هم کوم جدي پړاو ته و نه رسېدې.
جګړه لا هم په زور کې روانه ده. یو شمېر امریکايي او نور کتونکي په دې باور دي چې امريکا له افغان سولې بهيره ناهيلې شوې او لوېدیځې څارګرې ادارې اوس افغانستان کې د ناکرارۍ او د جګړې د دوام سناریو ته چمتوالی نیسي.
نو امریکا له وتلو وروسته د افغانستان لپاره څه پلان لري؟ یا یې نه لري؟
دا او له افغانستان سره په تړاو ځينې نور مهم مسایل زموږ همکار يما بارز امریکا کې د پوځي پوهنتون استاد او کانگرس له لوري د افغانستان د مطالعاتو لپاره د ټاکل شوې ډلې ستر سلاکار علي احمد جلالي سره څېړلې.