ولسمشر غني طالبانو ته: د ‌بل چا په لمسون هېواد مه بربادوئ

د خپرېدو وخت

ولسمشر محمد اشرف غني پر افغان طالبانو غږ وکړ چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دې د جګړې لپاره پلمې نه لټوي او د بل چا په لمسون دې د هېواد له بربادۍ لاس واخلي.

نوموړي دا خبرې د سې شنبې په ورځ، د سل ورځې سل زېري پروګرام د پوهنې اونۍ په پرانیستغونډه کې وکړې.