د اقلیمي بدلون په اړه د حکومت پر وړاندې د ټاپو مېشتو وګړو مبارزه

د خپرېدو وخت

د استرالیا له تورس تنګي د بومي ټاپومېشتو وګړو یوې ډلې د خپلو کورونو د ساتلو لپاره د نړۍ لومړنۍ حقوقي مبارزه پیل کړې ده. دوی استدلال کوي چې استرالیا په بشپړ ډول د اقلیم بدلون ته په رسېدو کې له پاتې راتلو سره د کلتور او ژوند په تړاو د دوی حقوق تر پښو لاندې کړي دي. دا لومړی ځل دی چې دغه ډول یوه ادعا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټې ته وړاندې کېږي.