افغانستان: د وچکالۍ له کبله د خوړو بحران ته اندېښنې

د خپرېدو وخت

د سره صلیب نړیوالې کمېټې او افغان سرې میاشتې ټولنې، افغانستان کې د وچکالۍ او لوږې په اړه اندېښنه ښولې ده. دوی پر مرستندویه ادارو او هېوادونو غږ کړی، چې بیړنۍ مرستې دې وکړي. خو افغان ولسمشر وایې د خپل هېواد اوبو په کابو کولو د وچکالۍ سره د مبارزې هڅه کوي. پر جګړې سربېره افغانستان له بېلابېلو اړخونو له جدي ننګونو سره مخامخ دی.