تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان پېړۍ؛ افغان سياسي ګوندونه
د خپرېدو وخت
افغانستان کې د سياسي بهيرونو جوړښت له پېړۍ اوړي، خو هغه مهال چې ګوندونو په کې په رسمي فعاليت پيل کړی، د پاچا ظاهر شا واکمنۍ پر مهال د افغان ډيموکراسۍ زرينه لسيزه ګڼل کېږي. بيا نژدې شل کاله مخکې له هغه راهيسې چې اوسنۍ ډيموکراسي راغلې، دغه هېواد کې له اوياوو زيات ګوندونه ثبت شوي دي. خو لا هم د افغان واکمنۍ نظام، ګونديز نه دی، او پر ګونديزو فعاليتونو يې هم نيوکې کېږي. د افغان پېړۍ په اړه د راپورونو لړۍ کې صابر عزيز د افغان ګونديز سياست تاريخ ته کتنه کړې.