افغانستان کې د روان کال ننګونې

د خپرېدو وخت

ملګري ملتونو خبرداری ورکړی، سږنی کال ښايي د بېوزلۍ کچه اويا سلنې ته ورسېږي، خو وايي که سوله وشي حالت ښه کېدی شي.

ملګري ملتونه وايي، د روان ۲۰۲۱ زېږيز کال تر پایه ښايي په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه ۷۰ سلنې ته لوړه او بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ښايي ۱۸ میلیونو ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو UNDP يا پراختیايي پروګرام، افغانستان کې د اقتصادي وضعیت په اړه خپل رپوټ کې ویلي، که سوله وشي په دغه هېواد کې د سړي سر عاید لوړېدی او افغانستان د ټيټې کچې منځني عاید هېواد کېدی شي. نورګل شفق يې نور حال راکوي.