تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې کتاب پلورونکې نجلۍ
د خپرېدو وخت
بصیره احمدي کابل کې کتابپلورنځی لري. نوي او زاړه کتابونه پکې پلوري. د کتابونو بیې یې د بازار له نرخه ډېرې ټېټې دي. خلک کولی شي خپل زاړه او یا داسې کتابونه چې نور یې نه لولي، دلته وپلوري او یا یې هم په نوو کتابونو بدل کړي. ښځینه پېرونکي هم له دې امله چې کتاب پلورنکې یوه مېرمن ده، ځانونه ارام احساسوي او خوشاله دي. بصیره وايي د خلکو چلند ورسره ډېر ښه دی. وايي کورنۍ مې ملاتړې ده او راباندې ویاړي.