تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان سوله: د امریکا او طالبانو تړون ته کتنه
یو کال وړاندې په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.
طالبان وايي په دغه تېر یوه کال کې یې پر لویو استخباراتي او پوځي مرکزونو عملیات او ځانمرګي بریدونه کم کړي او شوې هوکړه یې نه ده ماته کړې.
امریکا او ناټو بیا ویلي طالبانو دغه هوکړه ماته کړې او ځکه د جوبایډن ادارې پرې د بیا کتنې پرېکړه کړې.
بل خوا افغان حکومت وایې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې ځکه ګټه نده کړې چې تاوتریخوالي ورسره کم شوی نه دی.
د دې هوکړې پر بنسټ د سولې ټول افغان خبرې هم پیل شوې خو تر ډیره سوکه شوې دي.
صابر عزیر په دې راپوټ کې د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک تیر یوه کال ته کتنه کړې.