تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اندړ: د بین الافغاني مذاکراتو پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده
د خپرېدو وخت
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دوحه کې د طالبانو-امریکا یو کال وړاندې هوکړې "تر اوسه یوازې له امریکا سره اوربند یقیني کړی او د افغانانو لپاره د هیلې څه پکې نه شته او د مذاکراتو بین الافغاني پروسه د طالبانو له لاسه ټکنۍ ده". که څه هم وسله والو طالبانو د ښاغلي اندړ دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې په دوحه کې له امریکا سره د دوی د هوکړې د یو کال پوره کېدو سره، دوی په دې موده کې خپل لوی عملیات او جګړې کمې کړې دي او د ولایتونو د سقوط پلان یې نه درلود.