تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني د سرتېري ملي ورځ کې؛ جرأت په دې کې دی چې راځئ سوله وکړو
د خپرېدو وخت
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د سرتېري د ملي ورځې لمانځغونډه کې وویل، جګړه اسان کار دی، "سره وهو به"، خو مېړانه، ژمنتیا او جرأت په دې کې دی چې راځئ سوله وکړو.
نوړي زیاته کړه، د افغانستان روانه جګړه د واک لپاره ده، "او د قدرت د حل لاره د سولې یوه سیاسي موافقه ده، که څوک د افغانستان واقعي بچیان وي، باید ټول افغانان ومني او که څوک افغانیت نه مني، دا د دوی ګناه ده".