د 'زرغون خوست' نیالګیو کېنولو مېله

د خپرېدو وخت

د افغانستان په سوېل ختیځ خوست کې د (زرغون خوست) نیالګیو کېنولو درې ورځنې حشر پیل شو. د ښاروالۍ دا حشر له تېرو پنځو کالونو هر کال وي.

دا وار مېله پر هغه تپه ترسره کېږي، چې څو اونۍ وړاندې د ځوانانو پارک په نوم نومول شوې.

په دې مېله کې ځوانان اتڼونه کوي، سندرغاړي سندرې وايي او نیالګي په ډېرې ساتېرۍ سره کېنول کېږي.

ښاروالي وايي، سږ کال له لسو زرو زیات نیالګي د دې ولایت په بېلابېلا سیمو کې کېنوي چې نن یې پیل و.

دا وار خوستي ځوانانو د مسافرو ملګرو او د خپلې خوښې سیاسي څېرو په نومونو هم نیالګي کېنولي دي.

د نیالګیو کینولو دې حشر ته یوه برخه ځوانو ګډونوالو سپین کالي، تور واسکټ اغوستي وو او ځینو یې لونګۍ هم تړلې وې.

د زرغون خوست مېلې شپږم کال دی چې ترسره کېږي. ځوانان د کېنول شویو نیالګیو د پالنې په اړه اندېښنې لري، خو خوست ښاروالي وايي، د ځوانانو پر تفریحي پارک یې دوه ژورې څاګانې ایستلې چې همدا نیالګي به ترې خړوبېږي.

خوست کې زموږ خبریال نصرت الله تسل د زرغون خوست مېلې ته ورغلی او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی دی.