تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ناټو دفاع وزيرانو غونډه او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو برخليک
افغانستان کې ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي هېواد یې د ناټو پرله پسې مرستې او ملاتړ ته اړدتيا لري، او ګنې دوی او ناټو دواړه، له يوه ګډ ميرڅمن او ګواښ سره مخامخ دي، چې په وينا يې بايد پر وړاندې ګډ کار وشي.
ټاکل شوې د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزيران سبا (چارشنبه ۱۷ فبروري) د انلاين يا انټرنېټ له لارې سره جرګه شي، چې د افغانستان په اړه خبرې او بحث يې هم اجنډا کې ځای لري.
د افغان ولسمشر يوه ویلي، تر هغه چې افغانستان په بشپړه په خپلو پښو دریږي، هېواد یې د ناټو مرستې اړینې بولي.
بل پلو قطر کې د طالبانو سياسي دفتر مشر ملا عبد الغني برادر امريکايانو ته په يوه پرانيستی ليک کې د دوحې تړون کې د شوو ژمنو عملي کولو غوښتنه کړې ده.