د افغان سولې ټکنی حالت

د خپرېدو وخت

کابل کې د امریکا سفارت، اروپايي ټولنې پلاوي او د ځینو نورو هېوادونو دیپلاماتیکو بنسټونو، افغانستان کې د ډېرېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښوولي او طالبان یې پړه بللي وايي د تاوتریخوالي د ډېرو پېښو مسوولیت د طالبانو پر غاړه دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي‌ پلاوی بیا وایي په دوحه کې د سولې خبرې په ټپه نه دي درېدلې خو طالبانو ځنډمنې کړې دي. د پلاوي یو شمیر غړو نن خبریالانو سره خبرو کې وویل چې د افغانستان ستونزه بل هېواد ته په سفرونو نه حلېږي او طالبان باید د خبرو میز ته راوګرځي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند پدې اړه څه نه دي وېلې خو نن یې له ایراني چارواکو سره د ملاعبدالغني برادر د لیدنې په اړه خبرې کړې او وايي چې پدې لیدنه کې یې د دوحي تړون په عملي کېدو هم ټینګار کړی.