تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې تاوتریخوالی
په افغانستان کې نن بيا د ګڼو هدفي وژنو او بريدونو رپوټ ورکړل شوى دى. بلخ کې چارواکي وایي، وسلوالو درې افغان پوځيانې وژلې دي.
په غزني کې د یوه بانک کارکوونکی د وسلوالو کسانو په ډزو کې وژل شوی. په خوست کې د دغو هدفي وژلو پر ضد لاريون شوى، او لروبر افغانان یې بوږنولي دي.
تېره اوونۍ د قاري يوسف احمدي په نامه طالب ویاند رسنيو ته يوه استولې اعلاميه کې ويلي وو، ګنې ډله يې د عالمانو، خبريالانو او سياسي څېرو، په هدفي وژنو کې لاس نه لري او یوازې هغوی په نښه کوي چې ده ويل له دوی سره جګړه کوي او يا يې په وينا پر وړاندې پر استخباراتي فعاليتونو بوخت دي، خو افغان وګړي د اوربند يا اورکم غوښتنه کوي او هيله لري چې د افغان سولې په اړه د دوحې ناسته کې پرې ژر خبرې وشي. نور جزئیات له کابله د شازیې حیا په راپور کې.