قطر کې د افغان سولې خبرو بل پړاو پیل تابيا

د خپرېدو وخت

د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوی نن د سولې خبرو بیا پیل لپاره دوحې ته لاړ. دا پلاوی چې درې اوونۍ د سلا مشورو لپاره کابل کې و، وايي د سولې خبرو دویم پړاو کې به يې اوربند د سر لومړیتوب وي. دې سره افغان سولې لپاره امریکایی استازی هم له کابله دوحې ته روان شوی او هیلمن دی چې دې پړاو کې به ډېر پرمختګ وشي. د افغان سولې خبرو په اړه هيلې داسې وخت کې څرګندېږي، چې افغانستان کې د تاوتريخوالي پېښې او ترينګلتيا خورا زاته شوې ده. نور جزئیات یې له کابله د شازیه حیا په راپور کې.