تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان ښځو د حقونو په اړه اندېښنې
د خپرېدو وخت
ملګري ملتونه او د بخښنې نړیوال سازمان د سولې په خبرو کې د افغان ښځو د حقونو په اړه اندېښنه ښیي. دغه دوې نړیوالې ادارې وايي، که په خبرو کې د ښځو حقونه له پامه وغورځول شي نو دا به په تېرو ۱۹ کلونو کې د ښځو د حقونو په برخه کې له پرمختګونو سره خیانت وي. دا اندیښنې نن د نومبر ۲۵، له ښځو سره د تاوتریخوالي د پای ته رسولو نړیوال ۱۶ ورځني کمپاین په پیل کې کېږي. صابر عزیز رپوټ لري.