تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې د پاکستان سفارت: د ویزو د وېش بهیر موږ پخپله اداره کوو
په کابل کې د پاکستان سفارت هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې د افغانانو لپاره د پاکستان د ویزو د وېش نوي مرکزونه به پرانیستل کېږي.
یاد سفارت نن چارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، په کابل کې د پاکستان سفارت او نورو ښارونو کې د دې هېواد کونسلګرۍ به د ټاکل شوې کړنلارې له مخې پخپله د ویزو لپاره د پاسپورټونو راټولولو او د ویزو د وېش بهیر پر مخ بیایي.
دا اعلامیه وروسته له هغه خپرېږي چې د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دفتر دوې ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د پاکستاني ویزو د وېش بهیر مسئولیت د عامه محافظت رئیس جنرال خوشحال سادات ته سپارل کېږي.
ښاغلي صالح پر فېسبوک لیکلي وو، ټاکل شوې ده چې پاسپورټونه په ۱۶ سیمو کې راغونډ کړای شي او له ګڼې ګوڼې پرته پخپل نوبت سفارت ته واستول شي.
نوموړي همدا راز زیاته کړې وه چې د بهرنیو چارو وزارت دا ټول مسایل په کابل کې د پاکستان له سفارت سره همغږي کړي دي.
خو اوس داسې ښکاري چې کابل کې د پاکستان سفارت د ښاغلي صالح لخوا وړاندې شوې دا کړنلاره رد کړې او ټینګار کوي چې سفارت او اړوندې کونسلګرۍ به یې دا بهیر پخپله چلوي.
یاد سفارت په خپله اعلامیه کې زیاته کړې چې افغانانو ته د پاکستان د ویزو د ورکړې بهیر کې وار د مخه اصلاحات راغلي، او دې برخه کې یې له افغان چارواکو د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کړې ده.
افغان حکومت هم په دې وروستیو کې ویلي وو، پاکستان د افغانانو لپاره د پاکستان ویزو ورکړې شمېر ډېر کړی دی او یوازې په کابل کې د ورځې تر دوو زرو ویزې صادروي.
د پاکستان ویزه او د عامو افغانانو کړاو
په ننګرهار او کابل کې د پاکستان ویزو ترلاسه کولو بهیر کې تر ګډوډیو او خلکو ته د مرګ ژوبلې تر اوښتو وروسته افغان حکومت په کابل کې د پاکستان له سفارته غوښتنه وکړه، چې افغانانانو د هرې ورځې ویزو ورکړې شمېر ورته په ډاګه کړي چې دوی یې د نظم چارې په ښه توګه سمبال کړي.
خو عام افغانان وایي، له اعتراضونو او خلکو ته د مرګژوبلې له اوښتو سره سره لا هم په دې برخې کې کوم ځانګړی بدلون نه لیدل کېږي.
شاوخوا دوې اونۍ وړاندې په جلال اباد ښار کې د پاکستان ویزو د ټوکن ترلاسه کولو پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله دولس تنو مېرمنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او په کابل کې هم د ویزو د وېش بهیر پر وړاندې څو ځله لاریونونه شوي دي.