د پارک سینما ودانۍ له مخالفتونو او اعتراضونو سره سره ونړول شوه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

کابل ښاروالۍ د سینماګرانو، هنروالو او عامو هېوادوالو لخوا د مخالفت د غږ له پورته کېدو سره سره، تېره شپه د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په لارښوونه د پارک سینما ودانۍ ونړوله.

نن سې شنبه (د لړم/عقرب ۲۰مه) پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو کې د پارک سینما د ودانۍ پر ځای د خاورو ډېران لیدل کېږي.

ډېرو هېوادوالو د دې سینما د نړولو د پرېکړې تر اعلانېدو راوروسته په تېرو ورځو کې بېلابېل غبرګونونه وښودل.

دې سینما پورې د ډېرو خلکو خاطرې تړلي او د همدې لپاره یې فرهنګپالو د ړنګولو پر ځای په رغولو ټینګار کړی و.

غبرګونونه

افغانستان کې د کیڼ اړخو د وروستي حکومت د ولسمشر ډاکتر نجیب الله لور هیلې نجیب پر خپل ټویټر لیکلي: "د ابا او ادې مینه له همدې پارک سینما پېل شوه."

د "افغان فلم" ادارې رییسې صحرا کریمي د ولسمشر د لومړي مرستیال په لارښونه د پلازمېنې کابل د دې لرغونې سینما د ویجاړېدو د پرېکړې تر عملي کېدو وړاندې ویلي و د دې سینما ودانۍ کې د خوړو اعتصاب کوي او که سینما نړول کېږي نو دا دې هم ورسره له منځه یوړل شي.

اغلې کریمي وايي تر هغې وروسته چې یې دې سینما کې اعتراض پېل کړ پولیس ورغلل او تر نړولو وړاندې یې په زور د سینما له دوانۍ وایستله.

هغې په یوه ټویټ کې لیکلي: "زه یې د امرالله صالح په امر د پولیسو په زور له سینما وایستلم - برید یې راباندې وکړ او سینما یې ویجاړه کړه."

د افغانستان د سینما دغه دولتي بنسټ "افغان فلم" وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي و چې د یوې تاریخي او کلتوري ودانۍ نړول - د ټولنې د فرهنګ نړولو ته ورته دي.

اغلې کریمي تر دې ټویټ څو دقیقې وړاندې د خپل اعتراض او هممهاله ورسره د سینما د ودانۍ د ړنګولو د کار لنډه ویډیو هم خپاره کړې وه.

په ورته وخت خواله رسنیو کې د "افغان فلم" رییسې داسې تصویرونه هم ډیر لاس په لاس شول چې نوموړې پکې ژاړي او له دې شکایت کوي چې ولې یې د اعتراض غږ نه اورېدل کېږي.

د "پارک سینما" د ړنګولو پرېکړې پر وړاندې د غبرګونونو په دوام د هېواد پېژندل شوي سندرغاړي فرهاد دریا هم د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ته په یوه پرانیستي لیک کې لیکلي و: "د پارک سینما د ړنګولو نفس، د بودا بوتانو د نړولو له نفس سره هېڅ توپير نه لري."

ښاغلي دریا دغه لیک پر خپله فېسبوکپاڼه خپور کړی او په یوه برخه کې یې راغلي: "بودا په پراخه او نړیواله کچه او سینماګانې په یو څه کوچنۍ کچه مطرح دي - خو دواړه د ساتلو وړ فرهنګي ارزښتونه دي."

کابل ښاروالۍ وايي د "د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په لارښوونه" یې پرېکړه کړې چې د پارک سینما ودانۍ ونړوي.

پارک سینما د ۵۰مې لمریزې لسیزې وروستیو کې د نوي ښار پارک کې جوړه شوې وه - تر ډېره پکې د خلکو له خوښې سره سم د هند د فلمي صنعت (بالیووډ) فلمونه نندارې ته وړاندې کېدل خو په وروستیو کلونو کې له فعالیت لوېدلې وه.

فرهاد دریا په خپل لیک کې له ښاغلي صالح غوښتي و چې د دغه فرهنګي کور د ړنګولو پر ځای دې د هغه د رغولو او بېرته فعالولو امر ورکړي.

دریا د خپل دغه لیک پای کې امرالله صالح ته سپارښتنه کړې وه چې تاریخ ته دې خپل نوم د یوه فرهنګي ځای د ویجاړونکي په توګه نه پرېږدي.

فرهاد دریا ته د امرالله صالح ځواب

خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم فرهاد دریا ته د فېسبوک پر پاڼه په ځواب کې لیکلي: "د ځینو خلکو نوستالیژۍ او زړه تنګون درک کوم. مشوره مې ورته دا ده چې د تبصرو لیکلو په ځای دې داسې څه وکړي چې د ښار بڼه ورسره بدله شي. اړتیا ده چې د مستو دیوانو له منځه تېر شوو."

"د مستو دېوانو له منځه باید تېر شو" دا د ښاغلي دریا د یوې سندرې مطلع ده.

امرالله صالح ویلي د پارک سینما ودانۍ د نشه يي توکو د پلور په مرکز اوښتې وه او تر ډېره روږدو کاروله.

هغه لیکلي: "زه د سینما نه بلکې د روږدو د یوه ویجاړ استوګنځي بنسټ نړوم. "

د ولسمشر فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و مسوولانو ته یې وړاندیز کړی چې اړوندو بنسټونو ته دې له فرهنګپالو، سینماګرانو، او هنروالو سره د دې سینما د رغولو، نوي کولو یا بدیلې طرحې په اړه د مشورې او د یوه مکتوب له لارې د خپلو طرحو او نظریاتو د شریکولو لپاره یوه اوونۍ ورخت ورکړ شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم د پارک سینما د نړولو د پلان په غبرګونو کې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: "پارک سینما زموږ د هېواد له مهمو فرهنګي، هنري او تاریخي میراثونو ده. پارک او د افغانستان نورو سینماګانو زموږ خلک له فلم، سریال او هنري نندارو سره اشنا کړل. پارک سینما نږدې اویا کلنه ده او اوس د هېواد په هغو فرهنګي میراثونو کې ګڼل کېږي چې د ساتنې وړ دي."

پارک سینما په ۲۰۰۲ کال د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته بیا فعاله شوه - خو ډیر دوام یې ونکړ

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي که دا فرض هم کړو چې پارک سینما له کاره لوېدلې - نو د یوه مهم فرهنګي میراث په ډول دې وساتل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزیر سید مخدوم رهین هم امرالله صالح ته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: د پارک سینما ودانۍ مه ړنګوئ کنه ستاسې نوم به د دغه دردېدلي ښار په تاریخ کې د انګریز جنرال رابرټ تر څنګ ولیکل شي چې د کابل تر نیولو وروسته یې لرغونی بالاحصار او د کابل چارچته تاریخي ودانۍ ونړوله.

هغه لیکلي پارک سینما د کابل خلکو ته په سوله او سوکالۍ کې د تېرو کړو خوږو کلونو یادګار دی.

افغان سینماګر صدیق برمک پر خپل ټویټر لیکلي: "که رغولو ته اړتیا لري، لطفآ رغولو کې یې مرسته وکړئ. د فلمونو او سیما سوځول د طالبانو د منځنیو پېړیو کار و چې موږ ولید."

د افغانستان بلې سینماګرې رویا سادات پر خپل فېسبوک لیکلي: "پارک سینما ډله ییزه خاطره او د یوه شار ګډ فرهنګي - تاریخي میراث دی. سینما د خلکو د فرهنګ او پوهې سمبول دی، باید ویجاړه نشي

سندرغاړې مریم وفا هم پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې ورانول بس دي - زموږ تاریخ مه ورانوئ.

خو په دې منځ کې داسې هېوادوال هم شته چې د پارک سینما د نړېدو د پرېکړې ملاتړ یې کړی دی.

یو شمېر کسانو ویلي د نوي ښار پارک کې د دې پخوانۍ سینما د نړولو ملاتړ ځکه کوي چې د ښځلو په یوه ستر ډېران اوښتې ده.

دوی ویلي سینماګران دې له کاره د دې پرېوتې سینما په ړنګولو د نیوکو پر ځای د فلمونو او فلمي صنعت کیفیت ته پام ډیر کړي.