افغان ولسمشر وايي هېواد کې یې اسلامي نظام واکمن دی

د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر د طالبانو وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي، هېواد کې يې اسلامي نظام واکمن دی او هېڅوک نه شي بدلولی. ولسمشر محمد اشرف غني دا څرګندونې کابل کې د اسلام د پيغمبر (ص) زېږېدورځې لمانځغونډه کې کولې او له طالبانو یې غوښتل چې د جګړې په ځای سولې ته لومړیتوب ورکړي. طالبانو ویلي وو، د سولې خبرو پایلې کې غواړي افغانستان کې یو نوی اسلامي نظام واکمن کړي. بل پلو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر چارواکو سره کتلي دي. صابر عزيز يې نور حال راکوي.