'افغانستان کې دوه نیم میلیونه ماشومان له ګوزڼ ضد واکسینه پاتې دي'

د خپرېدو وخت

نن د پولیو یا ګوزڼ نړیواله ورځ ده. داسې حال کې چې د افریقا لویه وچه هم له ګوزڼ پاکه اعلان شوه، افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه ورستي هېوادونه دي، چې لا هم پکې ګوزڼ د ماشومانو روغتیا ګواښي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په روان ۲۰۲۰ کال کې ۵۲ ماشومان په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي دي. چارواکي وايي، ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین نه رسېدو یو لوی لامل د طالبانو لخوا لګول شوي بندیزونه دي. د دې تر څنګ د یو شمېر کورنیو مخالفت یا بې غوري هم د واکسین پر وړاندې پاموړ خنډونه بلل کېږي. نور حال له کابله د شازیه حیا په رپوټ کې.