افغانستان کې د تاوتريخوالي نوې څپه

د خپرېدو وخت

افغانستان کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، ګنې دغه هېواد کې د تاوتريخوالي نوې څپه ښايي حالت بېرته ناوړه کړي، سږنی کال ورسره د ملکيانو مرګژوبله کمه شوې وه.

وايي تاوتريخوالی ښايي افغان سولې خبرو کې غونډ شوی ځواک مات کړي، چې په اړه یې هلې ځلې اوس قطر کې روانې دي. پر همدې مهال د افغان ولسمشر لومړي مرستيال ويلي طالبانو له نهو مياشتو هلمند کې د جګړې او بريدونو تياری نيوه.

امر الله صالح کابل کې د کندهار پخواني امنيه قوماندان جنرال رازق ياد غونډې ته وينا کې وويل طالبانو د زرګونه خلکو له بې ځايه کولو پرته بل څه نه دي کړي. غونډې ته د افغان پخولاينې شورا مشر ډاکټر عبد الله وويل پر يوه ولايت د ولکې لپاره تاوتريخوالي ته زور ورکول د يوې ناکامې ازموينې تکرار دی.

د کابل نننۍ غونډې ته دا خبرې داسې مهال شوې، چې راپورنه وايي هلمند کې لښکرګاه ته غځېدلې لارې بندې دي. د بي بي سي ليز دوسېت افغانستان کې د تاوتريخوالي په اړه دا راپور چمتو کړی.