تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو ته غبرګونونه
د خپرېدو وخت
د افغانستان د پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هند ته د سفر پر وروستۍ ورځ د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سولې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره له خبرو وروسته بېرته دوحې ته تللی دی. دغلته د تېرو لسو ورځو راهیسې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي.
د سولې له دې هڅو سره همهاله د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه اعلان هم غبرګونونه پارولي چې له افغانستان یې له وخته مخکې د خپلو ځواکونو ویستلو په اړه کړی.