امرخېل: تورخم کې د افغان سوداګرو ۷۵۰۰ لارۍ بندې پاتې دي

د خپرېدو وخت

د افغانستان ختیځ ته ننګرهار کې چارواکي وايي، په تورخم کې د موټرو د بیروبار او د ټرانزیټ په برخه کې د بې نظمۍ له امله د افغان سوداګرو صادراتي توکي له خرابېدو سره مخ دي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وايي، په ورځني ډول له پاکستان اووه سوه کانټینر توکي افغانستان ته ځي خو په بدل کې یې له دې خوا د هغې نیم توکي صادرېږي:

"اصلي ستونزه د پاکستان لخوا د لاریو بطي سکن، چک او ترازو د دې سبب شوی چې په تورخم کې (۷۵۰۰) لارۍ بندې پاتې دي چې د سوداګرو مالونه یې د خرابیدو له ګواښ سره مخ کړي دي."

ښاغلي امرخېل خپل فیسبوک کې لیکلي، له کورونا مخکې پاکستان ته له افغانستان د ورځې۱۲۰۰ لارۍ اوښتې، خو اوس دا شمېر نږدې درې نیم سوو ته ټیټ شوی دی.

"اصلي ستونزه کوزه پښتونخوا کې د تشو او ډکو لاریو د پروسې ځنډ دی؛ د پاکستان د سکینینګ او ترازو چک پروسه ډیر وخت نیسي او په یوه لارۍ تقریبا(۱۵) دقیقې وخت لګیږي او همدې پروسې د لاريو د اوښتو بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی."

د ښاغلي امرخېل په خبره، همدا ځنډ سبب شوی چې په سوداګرو د کانتینرو کرایه راشي، د توکو بیه لوړه او پر عوایدو ناوړه اغېز وکړي.

ضیاالحق امرخېل وايي، له مرکزي حکومت سره په همغږۍ دغو ستونزو ته د بهرنیو چارو، ماليې او د سوداګرۍ وزارتونو له لارې بنسټیز حل لټوي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غوښتنه

د ښاغلی امرخېل تر څرګندونو یوه ورځ مخکې د پاکستان د قامي اسمبلۍ مشر اسد قیصر له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتېدل د سیمې په ګټه وبلل.

نوموړي د افغان-پاک پارلماني ملګرتیا ډلې له اجرايي کمېټې سره ناسته کې د خپلمنځي سوداګرۍ او ویزې په هکله د نوې پرېکړې پر پلي کولو ناسته درلوده.

د نوموړي په خبره، افغانستان ته د پاکستاني صادراتو زیاتېدل پخپله پاکستان کې د اقتصادي ټيکاو او پرمختګ سبب کېږي.

دې ناسته کې د قامي اسمبلۍ غړو محسن داوړ او شندانه ګلزار خان د تورخم، چمن او انګور اډې بندرونو د لیدو او د نوي قانون د پلیتابه غوښتنه وکړه، چې سوداګرو ته د لا نور تاوان رسېدو مخه ونیول شي.

تورخم کې کمې اسانتیاوې

د ننګرهار والي، په تورخم بندر کې د ودانیو، تاسیساتو او ظرفیت نشتوالی هم هغه څه بولي چې پر صادراتو او عوایدو يې بد اغېز کړی او له مرکزي دولت یې غوښتي چې دغو ستونزو ته پام وکړي.

خو د سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر بي بي سي ته وویل، لار دومره بنده نه ده چې د افغان سوداګرو مالونه خراب شي:

"ممکن ځنډېدلي وي، لږ وخت واخلي، خو یوه یا دوه ورځې نه ځنډېږي. یو څو ساعته ځنډېږي."

د هغه په خبره، دا ځنډ د څو ګړیو دی او هغه هم په دې سبب چې دوه درې ګړۍ له پاکستان باري ګاډي پر تورخم رااوړي او بیا د همدومره وخت لپاره د افغان سوداګرو ګاډي پر تورخم اوړي.

خو په ورته مهال زیاتوي، چې انګور اډه، ګلام خان او خرلڅي لارې د همدې لپاره پرانیستل شوې چې پر تورخم بیروبار کم شي.

درې نورې لارې پرانیستل

د افغانستان چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر استازي صادق خان د تېر اګسټ پر ۲۱ وویل پر تورخم د بیروبار کمېدو لپاره به کورمه کې خرلڅي، شمالي وزیرستان کې ګلام/غلام خان او سوېلي وزیرستان کې انګور اډه بندر هم د سوداګرۍ او ټرنزېټ لپاره پرانیستل شي.

د نوموړي له دې څرګندونو څو ورځې وروسته دا لارې باري ګاډو ته پرانیستې دي.

خو له هغه وروسته بیا هم پر تورخم بیروبار کم شوی نه دی او د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، دا د افغان سوداګرو غوراوی دی چې تر نورو لارو تورخم غوره ګڼي.