د خوست يوې ښوونکې کيسه

د خپرېدو وخت

د اوکټوبر پر پنځمه مه د نړۍ لروبر د ښوونکي ورځ لمانځل کېږي. ملګري ملتونه وايي سږنی کال به دا ورځ د انټرنېټ له لارې، له دې شعار سره چې ښوونکي کړکېچ کې مشري، او د راتلونکي بيا انځورونه کوي، لمانځل کېږي.

د يوې اوونۍ دا لمانځنې به سره له سبا د اوکتوبر له پنځمې پیلېږي. افغانستان کې د لمريزې نېټې له مخې دا ورځ نن لمانځل کېږي. د ښوونکي ورځې په وياړ موږ له خوسته د يوې ښوونکې کمسارې کيسه لرو، حلیمه جانه نوري، د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ کې له نژدې شلو کلونو راهیسې ښوونکې ده.

اغلي نوري وايي، اوولس کاله وړاندې یې سیمه کې ښوونځی نه و نو د کلي نجونو لپاره يې په خپله حجره کې ښوونه پیل کړه، د وخت په تېرېدو یې د زده کوونکو شمېر او ټولګي زیات شول. نو کلیوالو ورته شریکه ځمکه بېله کړه او ښوونځی یې پرې ودان کړ او اوس يې دا په خپله مدیره هم ده. دا وايي کلونه وړاندې یې اتیا زده کوونکې لرلې خو اوس یې د لیسې زده کوونکو شمېر له زرو اوړي.

په خپلې کورنۍ وايي ځکه ویاړي چې د سیمې نجونو د پوهنې لپاره یې د دې بشپړ ملاتړ وکړ.