د افغان سولې ټکنۍ خبرې

د خپرېدو وخت

قطر کې د ټول افغان سولې خبرو کې لا هم د کوم پرمختګ څرک نه دی لګېدلی. دا څلورمه ورځ ده چې آن د تماس ډلې هم سره نه دي مخامخ شوې، د ستونزمنو ټکو او توپيرونو پر سر لا کومه هوکړه نه ده شوې. بل پلو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د قطر او نورو هېوادونو پر لور خوځېدلی دی. د افغانستان د پخولاينې شورا تمه ښوولې چې د خلیلزاد سفر به د خبرو اوسنی ټکنی بهیر چټک کړي. صابر عزیز یې په اړه نور جزئیات لري.