افغان سوله: عبدالله دوشنبه پاکستان ته ځي، عمران خان به ژر کابل ته سفر وکړي

د خپرېدو وخت

په قطر کې د سولې خبرو سره هم مهاله په سیمه ییزه کچه د ملاتړ ترلاسه کولو په تېره بیا د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښو کولو لپاره هم هڅې روانې دي. ټاکل شوې د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر د یوه پلاوي په مشري د افغان سولې په تړاو د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته رسمي سفر وکړي.

دغه راز تمه ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم کابل ته د خپل سفر نېټه وټاکي. افغانستان پاکستان په سوله او جګړه کې اغېزناک هېواد بولي او پاکستاني چارواکي هم اوس دا رول نه پټوي.

له پاکستان سره د اړیکو څرنګوالی له دوو لسیزو راهیسې د افغانستان د بهرني سیاست مهم ټکی و. هغه هېواد ته د افغانستان د پخواني ولسمشر حامدکرزي له نږدې شلو او د ولسمشر غني له دریو رسمي سفرونو سره سره د دغو دوو هېوادونو اړيکې له لوړو ژورو ډکې وې. اوس د بین الافغاني خبرو له پیل سره ظاهرا ښکاري چې دواړه هېوادونه د خپلو اړیکو ښه کولو هڅه کوي.

پاکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د افغان سولې پر بهیر اغېز لري او د دغه هېواد چارواکو ډېر ځله ویلي چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو ته زمینه دوی برابره کړې.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ملګرو ملتونو په پنځه اویایمه عمومي غونډه کې د وینا پر مهال ويلي چې د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو بریا کې یې رول درلود او د افغانانو خپلمنځي خبرو کې هم ورته رول لوبولو ته چمتو دي.

اوس ټاکل شوې چې ښاغلی عبدالله بله ورځ د یوه پلاوي په مشري اسلام اباد ته ولاړ شي. د مصالحې عالي شورا سلاکار مجیب الرحمن رحیمي بي بي سي ته وویل، د دغه سفر موخه د سولې په بهیر کې د پاکستان د لا زیاتې همکارۍ جلبول دي. په دغه سفر کې د ملي مصالحې عالي شورا یو شمېر مرستیالان، د پاکستان په چارو کې افغان ځانګړی استازی عمر داوودزی او ځینې نورې سیاسي څېرې شته.

تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ټیلیفون له لارې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره خبرې وکړې. ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي، په دغو خبرو کې ولسمشر غني په افغانستان کې د اوربند په ټینګېدو ټینګار وکړ، چې د اعلامبې له مخې د پاکستان لومړي وزیر بې هم ملاتړ کړی دی.

په دغو ټیلیفوني خبرو کې ولسمشر غني ښاغلي عمران خان ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي. ښاغلي عمران خان دغه بلنه منلې او وايي په نژدې راتلونکې کې به کابل ته سفر وکړي.

خو په دوحې کې بیا څو ورځې کېږي چې د دواړو خواوو د اړیکو یا تماس ډلو ترمنځ خبرې نه دي شوې.

د دوی ترمنځ وروستۍ ناسته د تېرې چهارشنبې په ورځ شوې وه. چې کومه ځانګړې پایله یې نه درلوده. د افغان حکومت مرکچي پلاوي یوه غړې شریفه زرمتي وایي ژر به دا اختلافونه حل شي انشاالله ډېر ژر به تفاهم ته ورسېږي، ګډه پرېکړه به وشي بالاخره به کاري اصول پای ته ورسېږي او د مذاکراتو اصلي اجنډا ته به ورداخل شو((.

دواړه خواوې ډېر هغه څه چې په دوحې کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو تر منځ تېرېږي له رسنیو سره شریکوي. د افغان حکومت یوه پلاوي بي بي سي ته وویل دواړو خواوو سلا سره کړې، یوې پایلې ته تر رسېدو مخکې به معلومات له رسنیو سره نه شریکوي.