د ښار منځ‌کې د سړک پر غاړه ټولګی

د خپرېدو وخت

په غزني ښار کې د هغو ماشومانو شمېر سلګونو ته رسېدلی، چې خپلو کورنیو ته د ډوډۍ موندلو لپاره په ښار کې کار کوي او ډېری یې بې‌سرپرسته او یتیمان دي. اوس د غزني ځینو ځوانانو د دغو ماشومانو د زدکړې لپاره مټې رابډوهلې او د ښار د یوه عمومي واټ پرسر دوی ته درس وايي او د هڅونې په موخه د ورځې پای کې هر یوه ته شل- شل افغانۍ هم ورکوي. نور جزییات له غزني نه د اسدالله بلهار جلالزي په دې رپوټ کې.