''دوحه کې خبرې په ظاهره د نظرونو توپیر ځنډولې''

د خپرېدو وخت

د افغانستان د سولې په تړاو مخامخ خبرې په ظاهره د اصلاحاتو په برخه کې د نظرونو توپیر ځنډولې دي. په خبرو کې یوې ښکېلې غاړې بي بي سي پښتو ټلویزیون ته ویلي، په دوحه کې دواړه غاړې پر خپلو خبرو ولاړ دي. دا مذاکرات د مخامخ خبرو د اجنډا لپاره له تېرو لسو ورځو راهیسې روانې دي. په همدې ترڅ کې د افغان ولسمشر د مرستیالانو او طالب ویاندویانو تر منځ هم تا ویلې، ما ویلې تودې شوې دي. شازیه حیا یې په اړه نور جزیات له کابله لري.