د افغانانو خپلمنځي خبرو ته غبرګونونه

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د افغانانو خپلمنځي خبرو کې به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم ګډون کوي. امریکا دغه خبرې د افغانستان د څلورو لسیزو جګړو د پای لپاره تر ټولو مهمې بللې دي. د ناټو عمومي منشي هم د دې خبرو هرکلی کړی او هیله ښيي چې افغانستان ته به سوله ورستنه شي. ملګري ملتونه هم وايي، له ټولو افغانانو غواړي چې له دغه تاریخي فرصته په ګټې اخیستو سره جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د سولې او هوساینې یو نوی پړاو پیل کړي. ایمل پسرلی نور حال لري.