کابل کې پر امرالله صالح چاودنه شوې

د خپرېدو وخت

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، سهار ځايي وخت نږدې اته بجې د کابل ښار تایمني کې د امرالله صالح د ګاډو کاروان د تېرېدو پر مهال چاودنه شوې ده، چې د لومړنیو رپوټونو له مخې له امله یې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي. تر برید وروسته امرالله صالح چې په یوه وېډیو کې د برید په اړه غږېږي، کیڼ لاس یې په پټۍ تړلی دی.