امرالله صالح: طالبان دې د ټاکنو له لارې سیالي وکړي

د خپرېدو وخت

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، نه هم طالبان او نه افغان حکومت تسلمېږي او د ده په خبره حل لاره دا ده چې طالبان دې د ټاکنو له لارې سیالي وکړي او له جګړې دې لاس واخلي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغان جګړې ختمولو لپاره په قطر کې د خبرو شونتیا زیاته شوې ده. د بي بي سي خبریال سکندر کرماني د دغو شونو خبرو په هکله دغه رپوټ چمتو کړی دی.