تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تورخم ته نږدې پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستانیو ځواکونو تر منځ نښته شوې
پر ډېورند کرښه د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي ته نژدې نن (پنجشنبه) ماښام د افغان ځواکونو او پاکستانيو ملېشو ترمنځ نښته شوې.
د ننګرهار والي ویاند بي بي سره خبرو کې تایید کړه چې په دغه نښته کې یو افغان سرتېری وژل شوی او ۵ پوله ساتي او ۳ ولسي خلک ژوبل دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی نښته تایید کړې ده. نوموړی وايي:
''د مومند درې ولسوالۍ په غوړکي سیمه کې پاکستاني ملېشې غوښتل چې له کرښې دې خوا ټاور جوړ کړي، چې زموږ سرحدي ځواکونو ورسره مخالفت کړی دی او هغوی له همدې امله بریدونه پیل کړي دي او بیا جګړه رامنځته شوې ده. ننګرهار والي موضوع له نژدې څاري او سرحدي ځواکونه له لوړ مورال سره بشپړ تجهیز او اکمال دي. ''
نوموړی زیاتوي له یو نيم ساعت جګړې او شپې له اتو بجو وروسته وضیعت ارام دی.
ځايي اوسېدونکو بي بي سي ته ويلي، له ځايي وخت سره سم ماښام شپږ بجې تورخم ته نژدې لومړۍ ډزې له ډېورند کرښې هاخوا پر افغان پوستو وشوې چې بیا وروسته نښته رامنځته شوه.
له دې مخکې د اګست پر څوارلسمه د پاکستان د خپلواکۍ ورځې سره هممهال د افغانستان ملي دفاع وزارت وویل، په ننګرهار کې يې ډېورنډ کرښې ته څېرمه په ګوشتې ولسوالۍ کې پوځي تمرینات ترسره کړي دي.
د هغو پوځي تمریناتو له پیله یوه ورځ مخکې په ننګرهار او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو، توغندیزو بريدونو او د پاکستاني ملیشو لخوا د ادعا شوي مخکې راتګ په غبرګون کې ولسي لاريونونه وشول او پر افغان حکومت يې نيوکې وکړې چې ګواکې په دې مسله کې د لاریونوالو په خبره، غلی پاتې شوی دی.