تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې توپان او اورښت مرګژوبله اړولي
د خپرېدو وخت
افغانستان کې د توپاني اورښت له امله تېز سېلابونه وتلي، د پروان، نورستان، وردګو او پکتيا په ګډون بېلابېلو سيمو کې يې مرګژوبله او پراخ زيان اړولی دی. سېلابونو يوازې پروان کې لږترلږه ۷۰ کسان وژلي، او مرکزي ښار چاريکارو کې يې پراخ زيان پېښ کړی دی. چارواکي وايي ډېر قربانيان ښځې او ماشومان دي. صابر عزيز يې نور حال راکوي.