کورونا وېروس: د ښوونځیو له پرانیستل کېدو مخکې اندېښنې

د خپرېدو وخت

یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د نړۍ نژدې نیمايي ښوونځي روغتیايي اسانتیاوې نه لري. دغه ادارې اندېښنه ښيي چې ښوونځیو ته د زده کوونکو ستنېدل به ډېر زده کوونکي د کورونا وېروس له خطر سره مخامخ کړي. په افغانستان کې هم پرېکړه شوې چې راتلونکې اونۍ ټول شخصي ښوونځي پرانیستل شي. د دولتي هغو بیا یوازې دوو وروستیو ټولګیو ته د فعالیت ویل شوي دي. صابر عزیز له کابله نور جزیات لري.