تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'' د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون بهیر پیلېږي ''
تمه کېده دغه څلور سوه طالب بندیان چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې یو خنډ بلل کېدل، نن سې شنبه خوشي شي، خو د نامعلومو دلایلو له کبله خوشي نه شول. د افغانستان ملي امنیت شورا په خبره دوی نن د دې بندیانو خوشي کېدو لپاره کوم پروګرام نه لري، خو یوې حکومتي سرچینې بیا بي بي سي ته ویلي، سبا ښايي د دې بندیانو د خوشي کېدو بهیر پیل شي. هغه معلومات چې بي بي سي ته رسېدلي ښيي چې د دې ۴۰۰ بندیانو له ډلې به یې ۱۷۴ د څرخي پله له زندانه خوشي کېږي او پاتې نور به له بګرام او نورو افغان زندانونو خوشي کېږي. شازیه حیا پر دې موضوع رپوټ لري.