د سولې مشورتي جرګې ته د ولسمشر غني خبرې

د خپرېدو وخت

د افغانستان له ټولو ولايتونو او پلازمېنې څه باندې درې زره استازې په کابل کې جرگه شوي چې د ٤٠٠ طالب زندانيانو برخليک وټاکي. ولسمشر غني وايي د دغو کسانو د خلاصولو واک دى نه لري ځکه چې د ده په وينا يې جرمونه لوى دي.

د سولې مشورتي جرګې جوړېدو ګڼ غبرګونونه وپارول. په دې لړ کې امریکا د دغی جرګی جوړیدل ستایلی او ویلی یی دي چی په وخت د طالبانو د نورو بیندیانو خوشی کیدل به د بین الافغانی مذاکراتو په وړاندی وروستۍ خنډ هم له منځه یوسی.