تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني: دا پاتې ۴۰۰ زندانیان جدي دوسیې لري
د خپرېدو وخت
ولسمشر غني خپلو خبرو کې وویل، طالبانو ویلي چې که چېرې دا پاتې ۴۰۰ بندیان یې خوشي شي نو په درې ورځو کې به افغان حکومت سره خبرې پیل کړي، او که خوشي نشي نو جګړه به لا سخته کړي.
ولسمشر غني وویل، د دې لپاره چې ملامتي پر حکومت نه وي، په دې چاره کې یې مهم ګامونه پورته کړي دي.
ښاغلي غني وویل، اوس یوې دوه لارې سره مخ یو چې باید پرېکړه وشي او دا مالومه شي چې څه کوو، او دا پرېکړه باید د ولس په مشوره وشي.