تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل جومات کې چاودنې څلور کسان وژلي
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په څلورمه کارته کې، د جمعې لمانځه پر مهال په، پر یوه جومات برید کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ډېری نور ټپیان دي. د وزارت په خبره چاودېدونکي توکي د شېر شا سوري په جومات کې ځای پر ځای شوي و او د لمانځه پر وخت چوول شوي دي. تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې برید پړه نه ده منلې. تر دې وړاندې، د وزیر اکبر خان جومات امام هم په ورته ډول، دغه څو ورځې وړاندې وژل شوی و. بل پلو، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانکړی استازی وايي د بندیانو خلاصون پر وړاندې د خنډونو له لرې کېدو سره سم باید د افغانانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي. په عین وخت کې، طالبانو او افغان حکومت د نورو زندانیانو د ازادېدو خبره کړې ده. نور حال نجما ځلا له کابله لري: