افغانستان کې د کورونا ويروس پر وړاندې د مبارزې نوې تګلاره

د خپرېدو وخت

د افغان عامې روغتیا چارسمبالي وزیر له کورونا سره د مبارزې په اړه نوې تګلاره اعلان کړې چې له مخې به یې د روغتیا په برخه کې خصوصي سکتور هم د کورونا وېروس ازموينه کولی شي او د کورونا ناروغۍ د درملني اجازه به لري. تر دې مهاله افغانستان کې خصوصي روغتونونو او کتنځايونو د کورونا ويروس ناروغۍ روښانولو او درملنې اجازه نه لرله او یوازې څو حکومتي روغتونو کې دا چاره شونې وه. افغانستان کې کورونا ويروس په چټکۍ خپرېږي، او د ناروغانو رسمي شمېر يې ۲۳ زرو ته ورنژدې کېږي، چې تر اوسه ترې ۴۲۶ کسانو د مړينې اعلان شوی دی. نور حال نجما ځلا له کابله راکوي.