تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روغتيا وزارت: د حکیم الکوزي درملو کې نشه یي توکي شامل دي
د خپرېدو وخت
د افغانستان د روغتيا وزارت وايي هغه حکيم يې عدلي بنسټونو ته معرفي کړى چې د کورونا د درملنې ادعا يې کوله.
د روغتيا نوي وزير په خپله لومړنۍ خبري ناسته کې وويل د حکيم په درملو کې داسې توکي و چې ښايي خلک په نشو اخته کړي.
په افغانستان کې تر دې دمه ټولټال څه باندې ۲۲ زره خلک په کوېډ ۱۹ اخته دي، ۴۰۵ مړه او څه باندې درې زره بېرته رغېدلي. نور جزئیات شازیه حیا له کابله راکوي.