کورونا وېروس: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبردارى

د خپرېدو وخت

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبردارى ورکوي چې که یې خلک سپارښتنو ته غوږ نه شي نو خورا ډېر کسان به له کورونا وایرس ومري. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دې وبا په دغه هېواد کې ۴۸۰ کسان رغېدلي ۱۵ مړه او ۵۴۲ نور پرې اخته شوي دي.

له دې سره په ټول افغانستان کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې ۲۱۴۵۹ ته رسېدلی دی. له وایرس تر دې دمه ۳۸۴ کسان مړه شوي دي. او ۲۶۵۱ کسان بېرته له وایرس روغ شوي دي. په پاکستان کې بیا، ټولټال ۱۰۸ زره او ۳۱۷ کسان په وایرس اخته دي. د مړو شویو خلکو شمېر یې ۲۱۷۲ دی. او د روغو شویو خلکو شمېر بیا څه باندې ۳۵ زره دی. شازیه حیا د افغانستان جزییات لري.