تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل ته د پاکستاني لوی درستیز سفر
د خپرېدو وخت
د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه نن په کابل کې له ولسمشر غني سره وليدل. د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي په دې ليدنه کې د سولې بهير، له دغه بهيره د پاکستان د ملاتړ او په دې اړه هم خبرې وشوې چې د دواړو هیوادونو خاوره به د یو او بل پرضد نه کارېږي. د جنرال باجوه دغه سفر په داسې وخت کې شوى چې وسله والو طالبانو نن او پرون يو شمېر نور زندانيان خوشي کړي او افغان حکومت هم وايي چې طالب اسيران ازادوي. ټولې هيلې دا دي چې دا به د افغانانو ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړي. مامون درانى يې له کندهاره نور جزييات لري.